د وخت مديريت؛ څلورمه برخه
۲. د حاصل او کړنو ښهوالی
ګټه، کړنې او ستاسې لاسته راوړنې به په راتلونکې کال کې تر (۲۵) سلنې پورې ډېروالی پیدا کړي. د کار کولو دوه ډک ساعتونه تر هغه کار زیات دي چې تاسې یې اته ساعته د خپل کار په منزل کې تېروئ او لږ تر لږه له (۲۵) سلنې ډېروالي سره برابر دي. هغه څه چې نن لاس ته راوړئ، د هغه څه پایله ده چې همدا نن مو تولید کړي دي. که چېرته مو خپله ګټه تر (۲۵) سلنې او یا تر دې ډېره کړه؛ نو په پایله کې باید (۲۵) سلنه او یا تر هغه ډېر څه هم لاس ته راوړئ .
۳. پر کارونو باندې د کنټرول زیاتوالی
که چېرته دا نظريې تمرین کړئ او ويې کاروئ، ډېره انرژي او کم فشار به ولرئ. کله چې د وخت د قدرت له اړمه ګټه اخلئ، پر خپل شخصي ژوند او کار باندې به ډېر کنټرول ولرئ، دا به هم احساس کړئ چې پر خپل راتلونکي باندې پوره واکمني لرئ، په خپل ژوند کې به د یوه قدرت حس وکړئ او د خپل ژوند په ټولو برخو کې به مثبت او قدرتمند احساس وکړئ.
د کلونو په اوږدو کې ارواپوهانو په مشهوره برخه «د کنټرول ځای یا مکان» کې پراخې څېړنې کړې دي، هغوی دا څرګنده کړه چې تر یوې اندازې د خپل ځان او ژوند په اړه مثبت احساس لرئ چې د هغه پر وړاندې د مسولیت احساس کوئ. تاسې د کنټرول یو داخلي مکان لرئ، د همدې داخلي مکان د کنټرول له مخې تاسې دا احساس کوئ چې ژوند په خپل لاس کې دی، تاسې پخپله تصمیم نیسئ او د خپلو کارونو او پایلو مسول یاست او په خپل ژوند کې یوه خلاقه او لومړنۍ قوه ګڼله کېږئ.
په دې سره به تاسې دا هم احساس کړئ چې یو نیکمرغه انسان یاست او پر خپل نفس باندې ډېر باور او اعتماد لرئ، په خپل ځان کې د ډېر شخصي قدرت او د خپل راتلوونکي په اړه د ډېر مسولیت احساس کوئ، د ډېرې ارامتیا حس به وکړئ او تل به مثبت فکر کوئ .
همدارنګه ارواپوهانو دا هم څرګنده کړې چې که پر خپل بهرني مکان باندې کنټرول ولرئ، دا به احساس کړئ چې له تاسې بهر خلک او شرایط یانې «ستاسې ريیس، ستاسې د حسابونو بڼه، کورنۍ او ستاسې روغتیا» او یا هم ځینې نور لاملونه تاسې تر کنټرول لاندې لري؛ نو منفي احساسات به ولرئ او عصباني او په غالب ډول پرېشانه به شئ، د بېځایهتوب احساس به مو مل شي او د کارونو په تغییر کې به بېوسه واوسېږئ.
هر وخت او په هر ځاې کې باید پر خپلو داخلي کارونو کنټرول ولرو، یانې کله چې مو لومړی د خپل ځان کارونه منظم کړل او یو قوي تصمیم مو ونيو، د پرمخوړلو هڅې مو پیل کړې، نو ډاډه اوسئ چې هيڅکله به هم په خپلو کارونو کې پاتې را نهشئ، خو که پر داخلي کارونو کنټرول پيدا نه شي، څه ډول به وکولای شئ چې بهرني کارونه کنټرول کړئ؟
د ادارې او مدیریت مشهوره مقوله ده چې وایي: «ښه مدیر یا منیجر هغه دی چې د یوې ستونزې د مخنيوي یا کار د کولو لپاره عملي اقدام وکړي.» که چېرې د هر کار د ترسره کولو لپاره عملي اقدام وشي او له خپل وخته په ګټې اخیستلو سره په خپل وخت وشي، بېخي به دا احساس را منځ ته نه شي چې زما کارونه نیمګړي پاتې دي، نن يې پیل کړه او د پای ته رسولو هڅه یې هم همدا نن وکړه.
دا چې څه ډول پر خپلو کارونو کنټرول ولرو، د هر کار د کولو لپاره باید یو ځانګړی وخت وټاکو، دا چې څه ډول کولای شئ، د هر کار لپاره ځانګړی وخت وټاکئ، یوه قوي او عملي پلان ته اړتیا ده چې کارونه منظم په هغه کې ولیکل شي او د کولو په وخت کې یې له کومې ستونزې پرته مخ ته يوسئ؛ خو یوه خبره دا ده چې د هر کار په کولو کې باید ځینې احتمالي ستونزې په پام کې ونيول شي، ځکه چې د احتمالاتو په پام کې نیول کولای شي، په کار کې ډېره مرسته وکړي.
په دې مانا چې که په خپل پلان کې د یوې ستونزې د راپیدا کېدو احتمال په پام کې نيول شوی وي، کولای شئ د هغې د ختمولو لپاره له وړاندې چمتووالی ونيسئ چې له دې سره د خپل وخت د ضايع کېدو مخه نيولای او د کار په ترسره کولو باندې تر یوه بريده واکمني پيدا کولای شئ.
نور بيا...
1 دیدگاه
پرویز کاوه
جمعه، ۱۷ حمل ۱۳۹۷پاسخزهیرمل
March 8, 2018ReplyHamid Asadi
March 8, 2018ReplyAzizi
March 8, 2018Reply