د نړۍ څلورم هېواد پر سپوږمۍ پل ږدي
د نړۍ څلورم هېواد پر سپوږمۍ پل ږدي
تاسې به سپوږمۍ ته د امریکا، روسیې، چین او نورو هېوادونو د سفر په اړه ډېر خبرونه اوريدلې وي، خو اوس هندوستان هم غواړي د راتلونکې دوشنبې په ورځ سپوږمۍ ته خپل راکټ ماشین واستوي او څېړنې وکړي.
که تر سپوږمۍ پورې د تللو دا ماموریت بریالی شو، هندوستان به له امریکا، روسیې او چین وروسته څلورم هېواد شي چې د سپوږمۍ پر سطحه قدم ږدي.
هند سپوږمۍ ته د چندرایان۲ پروژې په استولو ۱۴۰ میلیونه ډالر مصرف کړی دی او د دوشنبې په ورځ به یې دا راکټ د اندراپردېش له دهون فضايي مرکزه روانېږي.
څو میاشتې وړاندې چین هم د سپوږمۍ تیاره لوري کې سپوږمکۍ ښکته کړې وه او پلټنې یې کړې وې.
0 دیدگاه