تر ټولو لوړ غږ کشف شو
تر ټولو لوړ غږ کشف شو
د امریکا د یوه پوهنتون ساینسپوهانو د اوبو په منځ کې د یوه ځانګړي ايکسرې لېزر په وسېله د نړۍ تر ټولو شدید یانې تر ۲۷۰ ډیسې بيله زیات لوړ غږ پیدا کړ.
د سټينفرډ پوهنتون د لابراټوار مسوول وايي، د ښار او ټرافیکو د غږ اندازه ۵۵ ډیسې بېله ده، د ساعت الارم غږ ۸۰ ډیسې بيله دی، د ۱۰۰ مټره لیرې الوتکې غږ ۱۳۰ ډیسې بله دی او د تېز راک میوزیک کنسرټ غږ ۱۵۰ ډیسې بيلو ته رسېږي.
خو د دې لابراتوار د مسوولینو په وینا، دوی چې کله له ۱۴ نه تر ۳۰ مایکرو مټر جسامت په اندازه په اوبو کې د ایکسرې لېزر واچوه، ایکسرې له ابو تېرېده چې په دې تجربې سره دوی د نړۍ تر۲۷۰ډیسې بیلو لوړ غږ ريکارډ کړ.
د ساینس په ژبه دې چارې ته «کیوي ټیشن» وايي. ماهرین وايي، د دې څېړنې علمي اهمیت ډېر زیات دی، ځکه په دې سره په اوبو کې د موجوداتو د غږ، سفر او په اوبو کې د اټومي غږونو په مالومولو کې خورا رول لوبوي.
0 دیدگاه