د نړۍ څلورم هېواد پر سپوږمۍ پل ږدي
۲۲ سرطان ۱۳۹۸ 2850 0 نظر سرخط

د نړۍ څلورم هېواد پر سپوږمۍ پل ږدي

د نړۍ څلورم هېواد پر سپوږمۍ پل ږدي

تاسې به سپوږمۍ ته د امریکا، روسیې، چین او نورو هېوادونو د سفر په اړه ډېر خبرونه اوريدلې وي، خو اوس هندوستان هم غواړي د راتلونکې دوشنبې په ورځ سپوږمۍ ته خپل راکټ ماشین واستوي او څېړنې وکړي.

که تر سپوږمۍ پورې د تللو دا ماموریت بریالی شو، هندوستان به له امریکا، روسیې او چین وروسته څلورم هېواد شي چې د سپوږمۍ پر سطحه قدم ږدي.

هند سپوږمۍ ته د چندرایان۲ پروژې په استولو ۱۴۰ میلیونه ډالر مصرف کړی دی او د دوشنبې په ورځ به یې دا راکټ د اندراپردېش له دهون فضايي مرکزه روانېږي.

څو میاشتې وړاندې چین هم د سپوږمۍ تیاره لوري کې سپوږمکۍ ښکته کړې وه او پلټنې یې کړې وې.

د زلزلې غر شپږ کاله وروسته ورک شو

Jul 10, 2019 29

له نننه شپږ کاله وړاندې په عرب سمندر کې د شدیدې زلزلې له کبله یو کوچنی ټاپو پیدا شو او د همدې زلزلې له کبله په بلوچستان کې له ۴۰۰ تر ۶۰۰ پورې کسانو ته مرګ‌ژوبله هم اوښتې وه.

تر ټولو لوړ غږ کشف شو

May 22, 2019 29

د امریکا د یوه پوهنتون ساینس‌پوهانو د اوبو په منځ کې د یوه ځانګړي ايکسرې لېزر په وسېله د نړۍ تر ټولو شدید یانې تر ۲۷۰ ډیسې بيله زیات لوړ غږ پیدا کړ.

د هندوانو مقدس ځنګل

Mar 30, 2019 29

په هندوستان کې کليوالو ښځو یو ځنګل ته د مسيحا نوم ورکړی او له تېرو ۲۰ کالونو را په دې

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک