د زلزلې غر شپږ کاله وروسته ورک شو
۱۹ سرطان ۱۳۹۸ 3020 0 نظر سرخط

د زلزلې غر شپږ کاله وروسته ورک شو

د زلزلې غر شپږ کاله وروسته ورک شو

له نننه شپږ کاله وړاندې په عرب سمندر کې د شدیدې زلزلې له کبله یو کوچنی ټاپو پیدا شو او د همدې زلزلې له کبله په بلوچستان کې له ۴۰۰ تر ۶۰۰ پورې کسانو ته مرګ‌ژوبله هم اوښتې وه.

خو دا ټاپو چې د «زلزلې غره» په نوم یې یادوي، له ډېرې مودې را هیسې په کمېدو و چې شپږ کاله وروسته بالاخره بشپړ بېرته په عرب سمندر کې ننوت او ورک شو.

د ساینس‌پوهانو په باور، په دې سمندر کې هایډروکاربنز موجود دی، ځکه په ۲۰۱۰ مېلادي کال کې هم یو ځل په زلزله کې دا ډول پېښه را منځ‌ ته شوې وه چې له سمندره میتان ګاز هم راوتلي و.

خو اوس د ناسا په خلايي انځورونو کې ښکاري په عرب سمندر کې د زلزلې له کبله را پیدا شوی ټاپو بشپړ بېرته په اوبو کې ننوتی دی او زیاتوي په دې ټاپو کې نرم ډوله اور غورځوونکی غر دی چې له کبله یې دا ټاپو بېرته سمندر کې دننه کړی دی. 

د نړۍ څلورم هېواد پر سپوږمۍ پل ږدي

Jul 13, 2019 29

تاسې به سپوږمۍ ته د امریکا، روسیې، چین او نورو هېوادونو د سفر په اړه ډېر خبرونه اوريدلې وي، خو اوس هندوستان هم غواړي د راتلونکې دوشنبې په ورځ سپوږمۍ ته خپل راکټ ماشین واستوي او [...]

تر ټولو لوړ غږ کشف شو

May 22, 2019 29

د امریکا د یوه پوهنتون ساینس‌پوهانو د اوبو په منځ کې د یوه ځانګړي ايکسرې لېزر په وسېله د نړۍ تر ټولو شدید یانې تر ۲۷۰ ډیسې بيله زیات لوړ غږ پیدا کړ.

د هندوانو مقدس ځنګل

Mar 30, 2019 29

په هندوستان کې کليوالو ښځو یو ځنګل ته د مسيحا نوم ورکړی او له تېرو ۲۰ کالونو را په دې

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک