د لوګر تړلي ښوونځي بېرته فعال شول
د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کیلوال وایي، د دغه ولایت د محمداغې ولسوالۍ د دهنو په کلي کې د خلکو لهخوا د نجونو او هلکانو اته تړل شوي ښوونځي بېرته پرانیستل شول.
کلیوال سرخط ته وویل، چې دغه ښوونځي څو ورځې مخکې عامو خلکو په یاده سیمه کې د جوړ شویو امنیتي پوستو د لرې کولو په غبرګون کې تړلي وو.
د نوموړي په خبره، یاد ښوونځي شاوخوا ۱۲ زره زده کوونکي لري، چې ټول زده کوونکي یې د پخوا په څېر خپلو زده کړو ته حاضر شوي دي.
دی زیاتوي، تړل سوي ښوونځي د ولایتي ادارې، قومي مشرانو، ځوانانو او دیني عالمانو په هڅه بېرته پرانیستل شول.
د معلوماتو له مخې، په لوګر کې دا مهال د نجونو او هلکانو ۳۱۳ ښوونیز مرکزونه شتون لري، چې ټول د زده کوونکو پر مخ پرانیستي دي.
0 دیدگاه