سږ کال په هلمند کې ۱۹۰ زره ټنه جوار راټول شوي
۴ حوت ۱۳۹۸ 1840 0 نظر sarkhat

سږ کال په هلمند کې ۱۹۰ زره ټنه جوار راټول شوي

د هلمند د کرنې او مالدارۍ رئیس وايي، روان کال په دغه ولایت کې د جوارو په حاصلاتو کې ۱۶.۵سلنه زیاتوالی راغلی دی.
زلمي الکو ویلي، چې سږ کال په دغه ولایت کې پر ۳۸زره هکتاره ځمکه باندې د کرل شوو جوارو څخه ۱۹۰زره ټنه جوار راټول شوي دي.
ښاغلي الکو زیاته کړه:"د تېر کال په پرتله په دې ولایت کې د جوارو په حاصلاتو ۱۶.۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی."
هغه وویل چې په تېر ۱۳۹۷کال کې په هلمند کې د کرل شوو کښتونو څخه ۱۸۰۸۴۶ټنه جوار راټول شوي و
نوموړي روان کال د حاصلاتو د زیاتې کچې لاملونه پریمانه اوبه، د اصلاح شوي تخمونو وېشل، جوارو کرکېلي ته د بزګرانو لېوالتیا او په دې برخه کې د بزګرانو روزل یاد کړل.
هغه د هلمند په مرکز او ولسوالیو کې بزګرانو ته د نباتي ناروغیو د مخنیوي لارې چارې ښودل او د کیمیاوي سرو او اصلاح شویو تخمونو وېشل نور هغه لاملونه یاد کړل چې ورسره د جوارو حاصلات زیات شوي دي.
د مسؤلینو په وینا له هلمند څخه هره ورځ له ۵۰۰ تر ۹۰۰ مټریک ټنه جوار کابل، لوګر، غزني، کندهار، مقر، شاجوۍ، بولدک او ننګرهار ته صادریږي، چې په یادو ولایتونو او سیمو کې پروسس او د نباتي غوړي ترڅنګ تر حیواني خوراکي پورې په بېلابېلو توکو کې کارول کیږي.
هلمند د بېلابېلو کرنیزو توکو د کرکېلي لپاره مناسبه هوا لري تر ډېره غنم، جوار، لوبیا او نور ډول ډول کرنیز توکي کرل کیږي.
.
 

کندز؛ د ورېښمو چینجیو د کمښت له امله د ورېښمو صنعت کمزوری شوی

Feb 19, 2020 29

په کندز ولایت کې د ورېښمو صنعت‌کاران وایي، پنځه کالو راهیسې د ورېښمو د جینجي د هګیو د نشتوالي له کبله دغه صنعت رکود کړی او زیات شمېر ښځې بې‌کاره شوې دي.

په دبۍ کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو نندارتون پرانیستل شو

Feb 18, 2020 29

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، په دې نندارتون کې چې تېره ورځ ناوخته پیل شوی ۱۵۰ هېوادونو ګډون کړی.

سږ کال تر اوسه ۲۵۵ ټنه تازه مېوه بهر ته صادره شوې

Aug 06, 2019 29

 د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي، سږ کال تر اوسه ۲۵۵ ټنه تازه مېوه بهرنیو هېوادونو ته صادره شوې، چې د تېر کال په پرتله د تازه میوو په صادراتو کې ۳۰ سلنه ډېروالی ښيي.

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک