په دبۍ کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو نندارتون پرانیستل شو
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، په دې نندارتون کې چې تېره ورځ ناوخته پیل شوی ۱۵۰ هېوادونو ګډون کړی.
نوموړی زیاتوي، افغانستان په یاد نندارتون کې د افغاني محصولاتو ۲۶ غرفې لري.
د هغه په خبره " له نېکهمرغه افغانستان په دې نندارتون کې فعاله حضور لري، دغه نندارتون درې ورځې نور هم دوام کوي، د ګلفوود نندارتون د کرنې وزارت د امریکايي پراختیايي ادارې او د سوداګرۍ وزارت په مرسته جوړ شوی."
په دې درې ورځني نندارتون کې د افغانستان کرنیزې توکي طبي بوټي، وچې او تازه مېوې او غالۍ نندارې ته اېښودل شوي دي.
د کرنې وزارت وايي، له دې نندارتون څخه هدف دا دی څو افغاني تولیداتو ته نړیوال بازار پیدا کړي.
0 دیدگاه