سږ کال تر اوسه ۲۵۵ ټنه تازه مېوه بهر ته صادره شوې
۱۵ اسد ۱۳۹۸ 1831 0 نظر sarkhat.af

سږ کال تر اوسه ۲۵۵ ټنه تازه مېوه بهر ته صادره شوې

 د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي، سږ کال تر اوسه ۲۵۵ ټنه تازه مېوه بهرنیو هېوادونو ته صادره شوې، چې د تېر کال په پرتله د تازه میوو په صادراتو کې ۳۰ سلنه ډېروالی ښيي.

 د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند سمیر رسا وايي، د افغانستان د تازه مېوو صادرات سږ کال هند، چین، اروپا، اماراتو او ترکیې ته د هوايي دهلېزونو د پرانیستې له کبله زیات شوي دي.

 د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، په هوايي ډګرونو کې د سړو خونو نشتوالی هغه ستونزه ده چې د افغانستان د تازه میوو د صادراتو په مخه کې خنډ جوړوي.

خو سوداګر بیا وایي، هوایي دهلېزونه د صادراتو ډېرولو حل لاره نه ده، بلکې حکومت باید د ځمکني ټرانزیټ په برخه کې د دوی د صادراتو پر وړاندې ستونزې حل کړي.

 

سږ کال په هلمند کې ۱۹۰ زره ټنه جوار راټول شوي

Feb 23, 2020 29

د هلمند د کرنې او مالدارۍ رئیس وايي، روان کال په دغه ولایت کې د جوارو په حاصلاتو کې ۱۶.۵سلنه زیاتوالی راغلی دی.

کندز؛ د ورېښمو چینجیو د کمښت له امله د ورېښمو صنعت کمزوری شوی

Feb 19, 2020 29

په کندز ولایت کې د ورېښمو صنعت‌کاران وایي، پنځه کالو راهیسې د ورېښمو د جینجي د هګیو د نشتوالي له کبله دغه صنعت رکود کړی او زیات شمېر ښځې بې‌کاره شوې دي.

په دبۍ کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو نندارتون پرانیستل شو

Feb 18, 2020 29

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، په دې نندارتون کې چې تېره ورځ ناوخته پیل شوی ۱۵۰ هېوادونو ګډون کړی.

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک