کندز؛ د ورېښمو چینجیو د کمښت له امله د ورېښمو صنعت کمزوری شوی
په کندز ولایت کې د ورېښمو صنعتکاران وایي، پنځه کالو راهیسې د ورېښمو د جینجي د هګیو د نشتوالي له کبله دغه صنعت رکود کړی او زیات شمېر ښځې بېکاره شوې دي.
د ورېښمو د چینجيو د ساتلو کاروبار په افغانستان کې له ډېرې پخوا زمانې راهیسې رواج دی او د هېواد په ډېرو برخو کې دغه صنعت ځانګړي مینهوال لري.
د ورېښمو د چینجيو د روزلو کار په اکثره سیمو کې ښځې پر مخ وړي.
ښاپېرۍ چې څو کاله وړاندې د ورېښمو د چینجيو کاروبار کاوه، وايي له پنځو کالو راهیسې د ورېښمو د چینجيو د هګیو د نشتوالي له کبله وزګاره شوې ده.
د ښځو ترڅنګ نارینه هم په دې برخه کې کار کوي ځکه د ورېښمو چینجيو خوراک لپاره د توتانو پاڼې راټولوي او دوی زیاتوي چې په کلیوالو سیمو کې د ناامنیو له کبله د توتانو ونې لهمنځه تللي او په ترڅ کې د ورېښمو صنعت رکود کړی دی.
0 دیدگاه