نوي ستوري وموندل شول
نوي ستوري وموندل شول
د اروپا فضايي کمپنۍ «ESA» یو پرمختللی ټليسکوپ مدار ته استولی چې په مرسته یې نور ستوري او یا د «egozplanets» په نوم ځمکې ته ورته کرې د شمسي نظام شاوخوا پیدا کړي.
د دغه ټليسکوپ نوم Characterizing Exoplanet Satellite چې لنډیز یې «CHEOPS» دی، ايښوول شوی، د نوبل جایزې ګټونکی Didier Clovis وايي چې د دغه ټليسکوپ مدار د ځمکې له سطحې ۷۱۰ کیلومټره لوړ دی او دا په فضا کې ښه ځای دی.
هغه زیاتوي، موږ اوس د ځمکې شاوخوا په خورا لرې فضا کې ۴۰۰۰ داسې ستوري/سپوږمکۍ موندلې چې د نورو ستوريو شاوخوا تاوېږي. دغه فضايي ټليسکوپ مو د روسي سویوز توغندي په مرسته فضا ته استولی چې اوس مهال مدار ته رسېدلی دی.
ساینسپوهان وايي، هر څومره چې په کایناتو کې ستوري ډېر وي، هماغومره یانې ۱۰۰ ميلیارډه کهکشانونه هم شته.
دوی ټینګار کوي چې د نویو ستوريو په موندلو کې به دغه ټليسکوپ زیاته مرسته وکړي، خو دغې نجومي پوښتنې ته لا هم څوک ځواب نهشي ورکولای چې په کوم ستوري کې به ژوند وي که نه؟ خو په کایناتو کې د ژوندانه موندلو لپاره په کار ده چې لومړی د ستورپوهنې، ترکیب او فزیولوژي په هکله د پوهېدو لپاره څېړنې وشي.
0 دیدگاه