انټرنيټ به ټولې نړۍ ته ورسېږي
انټرنيټ به ټولې نړۍ ته ورسېږي
په امریکا کې د سپيس ايکس په نوم کمپنۍ د سټار لينک په لړۍ کې دا ځل فضا ته ۶۰ سپوږمکۍ استولې چې په مرسته به یې د نړۍ ډېرو برخو ته د انټرنېټ اسانتیا برابره شي.
لوېدیځې رسنۍ زیاتوي، دا سپوږمکۍ یې د امریکا له فلورېډا د فالکن ناین سټلایټ راکټ په وسیله استولې دي او دا تجربه یې هم بریالۍ سرته رسولې ده.
د دې راکټ له توغولو یو ساعت وروسته ټولې سپوږمکۍ د ځمکې په مدار کې خورې ورې شوې دي، خو په دویم پړاو کې به هره سپوږمکۍ خپل ځانګړي ځای ته استول کېږي.
یاده دې وي چې سپيس ايکس کمپنۍ تر دې مهاله تر ۱۲ زرو زیاتې دا ډول سپوږمکۍ د ځمکې مدار ته استولې دي او لا هم هڅه کوي چې د نړۍ لر او بر ته انټرنېټ ورسوي.
0 دیدگاه