درې ورځې وروسته په اسمان کې يوه ننداره ده
۱۹ عقرب ۱۳۹۸ 2195 0 نظر سرخط

درې ورځې وروسته په اسمان کې يوه ننداره ده

درې ورځې وروسته په اسمان کې يوه ننداره ده

را روانه مېلادي میاشت به د ستورو یوه بله زړه‌ راښکوونکې ننداره څرګنده شي چې په دې کې به عطارد سیاره «مرکزي» د لمر له مخه تېره شي او دې ته د «عطارد تېرېدل» هم وايي.

دا ننداره به داسې وي چې موږ به د لمر سترګې پر مخ لکه د کوچيني تور خال په څېر یو څه ښکاره شي او خال ته ورته ټکی همدا عطارد سیاره ده چې د لمر له مخه تېرېږي.

دا ننداره په ۱۳ کالونو کېیو ځل وي چې تېر ځل د ۲۰۱۲ مېلادي کال په جون میاشت کې وه، سږ کال به هم روانه مېلادي میاشت څرګنده شي او بله نندره به یې په ۲۰۳۲ کال کې وي.

په لمریز نظام کې دوې داسې سیارې دي چې د لمر له مخه تېرېږي چې په دې کې یوه خپله عطارد او بله زهره ده چې په نړۍ کې یې نندارې ته خلک ځانګړي مراسم برابروي او له ليدو یې خوند اخلي.

د امریکا فضايي څېړنو ادارې یا ناسا ویلي، هغه کسان چې د دې نندارې لېوالتیا لريو باید له ځانګړو عینکو او لروینونو ګټه پورته کړي، خو که څوک دا اسانتیاوې نه‌ لري کولای شي، په کور کې له کاره لوېدلیو دوو یا درې اېکسرې ګټه پورته کړي، ځکه په وینا یې لمر ته مخامخ کتل سترګو ته سخت زیان رسوي.

دا ننداره ښايي د روانې نومبر میاشتې په ۱۱ نېټه د امریکا، جنوبي امریکا، افریقا او اروپاي تر څنګ د نړۍ په نورو هېوادونو کې ولېدل شي چې څو ساعته به دوام وکړي، خو ستورپوهانو بیا ټولو ته سپارښتنه کړې چې لمر د کتلو پر مهال دې پوتنیو ټکو ته پام وکړي.

نوي ستوري وموندل شول

Dec 25, 2019 29

د اروپا فضايي کمپنۍ  «ESA» یو پرمختللی ټليسکوپ مدار ته استولی چې په مرسته یې نور ستوري او یا د «egozplanets» په نوم ځمکې ته ورته کرې د شمسي نظام شاوخوا پیدا کړي.

انټرنيټ به ټولې نړۍ ته ورسېږي

Nov 16, 2019 29

په امریکا کې د سپيس ايکس په نوم کمپنۍ د سټار لينک په لړۍ کې دا ځل فضا ته ۶۰ سپوږمکۍ استولې چې په مرسته به یې د نړۍ ډېرو برخو ته د انټرنېټ اسانتیا برابره شي.

تر ټولو کوچينی بلک‌هول

Nov 06, 2019 29

څو میاشتې مخکې به مو د تور غار د انځور په اړه اورېدلي وي چې ساینس‌پوهانو په لومړي ځل اخیستی و، خو دوی دا ځل بل ښه خبر هم لري.

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک