تر ټولو کوچينی بلک‌هول
۱۵ عقرب ۱۳۹۸ 1666 0 نظر سرخط

تر ټولو کوچينی بلک‌هول

تر ټولو کوچينی بلک‌هول

څو میاشتې مخکې به مو د تور غار د انځور په اړه اورېدلي وي چې ساینس‌پوهانو په لومړي ځل اخیستی و، خو دوی دا ځل بل ښه خبر هم لري.

د لوېدیځو رسنیو د مالوماتو له مخې، دا ځل ساینس‌پوهانو تر ټولو کوچينی تور غار موندلی دی چې قطر یې ۲۰ کیلومټره دی چې د یوې غټې سيارې شاوخوا څرخي، خو دا سیاره خپل ځان ته نه ور پرېږدي چې پکې ننوزي.

د ساینس‌پوهانو په باور، دا تور غار په ۸۳ ورځو کې یو ځل خپل چورلښت بشپړوي او زموږ له ځمکې ۱۰ زره لمریزه کاله لرې واټن کې پروت دی.

دا حيرانونکی بلک‌هول د اوهایو دولتي پوهنتون پروفیسر ټوډټامپسن او د هغه ساینس‌پوهانو ملګرو موندلی دی چې تر دې مهاله یې له هيڅ ستوري ګاز او مادې نه ‌دې کش کړې.

د دې بلک‌هول اندازه زموږ له لمره یوازې درې ګېنا زیاته ده، خو بیا هم تر ټولو کوچينی بلل کېږي، خو ساینس‌پوهان وايي، د دې تور غار په اړه به نورې څېړنې هم وکړي.

نوي ستوري وموندل شول

Dec 25, 2019 29

د اروپا فضايي کمپنۍ  «ESA» یو پرمختللی ټليسکوپ مدار ته استولی چې په مرسته یې نور ستوري او یا د «egozplanets» په نوم ځمکې ته ورته کرې د شمسي نظام شاوخوا پیدا کړي.

انټرنيټ به ټولې نړۍ ته ورسېږي

Nov 16, 2019 29

په امریکا کې د سپيس ايکس په نوم کمپنۍ د سټار لينک په لړۍ کې دا ځل فضا ته ۶۰ سپوږمکۍ استولې چې په مرسته به یې د نړۍ ډېرو برخو ته د انټرنېټ اسانتیا برابره شي.

درې ورځې وروسته په اسمان کې يوه ننداره ده

Nov 10, 2019 29

را روانه مېلادي میاشت به د ستورو یوه بله زړه‌ راښکوونکې ننداره څرګنده شي چې په دې کې به عطارد سیاره «مرکزي» د لمر له مخه تېره شي او دې ته د «عطارد تېرېدل» هم وايي.

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک