د ایپياېل بولۍ ته تر ټولو کشر نوماند لوبغاړی افغان دی
د ایپياېل بولۍ ته تر ټولو کشر نوماند لوبغاړی افغان دی
د ایپياېل سيالیو بولۍ ته تر ټولو کشر نوماند لوبغاړی د افغانستان ورو توپاچوونکی نوراحمد لکڼوال دی، خو تر ټولو مشر هغه یې بیا هندي لوبغاړی پروین ټامبي نوماند شوی دی.
څوارلس کلن نوراحمد د هغو اوو افغان لوبغاړیو په منځ کې دی چې د ایپياېل بولۍ ته يې ځان نومولی دی.
د یادولو ده چې نوموړي افغان لوبغاړي د هندوستان د نولس کلنو ملي لوبډلې پر وړاندې سیالیو کې ښه ځلېدلی دی.
دغه راز دا کشر اتل څو ورځې وړاندې له نورو افغان لوبغاړیو سره په ګډه د راجستان رایلز لوبډلې په تمریناتو کې هم برخه اخیستې وه.
دا په داسې حال کې ده چې د یاد لیګ بولۍ ته کمې ورځې پاتې دي او ویل کېږي چې شاوخوا زر لوبغاړیو ورته نوملیکنه کړې او یوازې ۳۳۲ لوبغاړي ترې غوره شوي دي.
د يادو ۳۳۲ لوبغاړیو نه ۱۸۶ هندي او پاتې ۱۴۳ یې بهرني دي.
0 دیدگاه