ویرنون پلينډر له نړیوال کرېکټ نه استعفا وکړه
ویرنون پلينډر له نړیوال کرېکټ نه استعفا وکړه
د سوېلي افریقا الرونډر ویرنون پلينډر د نړیوال کرېکټ له هر فارمټ نه خپله استعفا اعلان کړه.
نوموړی وايي، د انګلستان خلاف را روانې ټېسټ لوبې به د هغه د نړیوال کرېکټ وروستۍ لوبې وي.
پلینډر په نړیوال کرېکټ ډګر کې څه باندې دولس کاله لوبې وکړې چې خپل هېواد ته یې خورا بریاوې وګټلې.
نوموړي په دغې موده کې د کرېکټ په درې فارمټونو کې ټولټال ۹۷ لوبې کړي چې ټولې ۲۶۱ ویکټې او ۱۷۸۴ منډې په خپل ریکارډ کې لري.
نوموړی د وروستي ځل لپاره د انګلستان خلاف د را روانو څلورو ټېسټ لوبو سیریز لپاره په لوبډله کې اخیستل شوی دی.
د یادولو ده چې دا سیالۍ به د سوېلي افریقا په کوربهتوب د ډسمبر میاشتې په ۲۶مه نېټه وشي.
0 دیدگاه