د نبي په لرې کېدو رنګپور رنجرز لومړۍ بریا خپله کړه
د نبي په لرې کېدو رنګپور رنجرز لومړۍ بریا خپله کړه
رانګپور رنجرز لوبډلې د بنګلهدېش د کرېکټ غوره لیګ سیالیو په بهیر کې داسې مهال څلور لوبې سر پر سر بایلودې چې محمدنبي یې لوبډلمشري کوله.
کله چې د پنځمې سیالۍ لپاره محمدنبي لرې کېږي او پر ځای یې نوی لوبډلمشر ټام ابل راځي، دغه لوبډله په سږني بيپياېل سیالیو کې خپله لومړنۍ بریا تجربه کوي.
دغې لوبډلې له لوبډلمشرۍ نه یوازې د نبي په لرې کولو بسنه نهده کړې، بلکې خپل کیپر شهزاد محمد یې هم کېنولی دی.
د دې سیالۍ پچه رانګپور وګټله او د توپاچونې پرېکړه یې وکړه. که څه هم چټوګرام چیلینجرز لوبډلې په خپله توپوهنه کې ۱۶۳ هدف وټاکه، خو رانګپور لوبډله وتوانېده چې په ۱۹م اور کې ټاکلی هدف پوره او خپلې لومړنۍ بریا ته ورسېږي.
د یادولو ده چې لا هم رانګپور لوبډله د جدول په وروستي ځای کې ده او چټوګرام لوبډلې د جدول لومړی مقام نیولی دی.
0 دیدگاه