د بنګله‌دېش لوبډله د شل اوریزو سیالیو لپاره هم پاکستان ته نه شي تللی
۸ جدی ۱۳۹۸ 1833 0 نظر سرخط

د بنګله‌دېش لوبډله د شل اوریزو سیالیو لپاره هم پاکستان ته نه شي تللی

 

د بنګله‌دېش لوبډله د شل اوریزو سیالیو لپاره هم پاکستان ته نه شي تللی

 

د بنګله‌دېش کرېکټ بورډ د امنیتي ګواښونو له امله له پاکستان سره شل اوریزو سیالیو ته د شک په سترګه ګوري.

د دغه هېواد د کرېکټ بورډ رییس نظم‌الحسن یوې خبري ناستې وویل، د لوبډلې روزونکي غړي او همداشان ځینې لوبغاړي نه غواړي چې پاکستان ته سفر وکړي.

هغه زیاتوي، ان د ځینو لوبغاړیو کورنۍ هم نه غواړي چې دوی پاکستان ته د سیالیو لپاره لاړ شي.

نوموړی په دې اړه دوو موضوعاتو ته اشاره کوي او وايي، د امنیتي ګواښونو له امله د لوبغاړیو کورنۍ هغوی ته اجازه نه ورکوي چې پاکستان ته لاړ شي او بل دا چې لوبغاړي ځکه د پاکستان سفر نه خوښوي چې دوی هلته د یوه زندان په شان ځای کې ساتل کېږي.

هغه بیا هم خپله پخوانۍ خبره تکراروي چې هېڅکله به خپل لوبغاړي دې ته اړ نه کړي چې پاکستان ته سفر وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د بنګله‌دېش کرېکټ بورډ څه وخت مخکې هم ویلی وو چې پر خپلو لوبغاړیو به پاکستان ته د سفر لپاره هېڅ ډول فشار وارد نه کړي.

 

 

ویرنون پلينډر له نړیوال کرېکټ نه استعفا وکړه

Dec 25, 2019 29

د سوېلي افریقا الرونډر ویرنون پلينډر د نړیوال کرېکټ له هر فارمټ نه خپله استعفا اعلان کړه.

د نبي په لرې کېدو رنګپور رنجرز لومړۍ بریا خپله کړه

Dec 23, 2019 29

رانګپور رنجرز لوبډلې د بنګله‌دېش د کرېکټ غوره لیګ سیالیو په بهیر کې داسې مهال څلور لوبې سر پر سر بایلودې چې محمدنبي یې لوبډلمشري کوله.

ویسټ‌انډیز په یوه ورځنۍ سیالۍ کې هند مات کړ

Dec 18, 2019 29

د هند او ویسټ‌انډیز ترمنځ د کرېکټ په یوه ورځنۍ سیالۍ کې ویسټ‌انډیز وتوانېد چې د اتو ویکټو په توپیر هند ته ماتې ورکړي.

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک