د کرېکټ بورډ درې غړي په لندن کې پنا غواړي
د کرېکټ بورډ درې غړي په لندن کې پنا غواړي
د کرېکټ بورډ درې کارکوونکي له اجازې پرته غير رسمي لندن ته تللي او هلته یې د پناه اخیستو غوښتنه کړې.
دا درې کارکوونکي په اګسټ کې د افغان معلولینو لوبډلې سره ګډ د نړیوال جام لپاره انګلستان ته ولاړل، خو د شپږیزې لیګ ته له راستنېدو وروسته بېرته په هماغو وېزو انګلستان ته پټ تښتېدلي دي.
بختیار ساحل، ډاکټر خاکسار او سمیع هاشمي چې په ترتیب سره یو یې د کرېکټ بورډ د رسنیو برخې غړی، بل یې په نړیوال جام کې د معلولانو د ملي لوبډلې روغتیایي مسوول او درېیم یې د کرېکټ بورډ ایټي مشر دي.
دا په داسې وخت کې چې دغو دريو کسانو ته په تېر اګسټ کې د افغان کرېکټ بورډ له خوا د شپږو میاشتو وېزې اخیستل شوې وې، خو رسماً د دغه سفر موده یوازې یوه میاشت وه.
لندن ته د دغو کارکوونکيو تېښته د افغانستان کرېکټ بورډ مني او وايي چې دغو غړيو د بورډ له وېزو ګټه اخیستې او له اجازې پرته لندن ته د پناه غوښتو لپاره تللي دي.
0 دیدگاه