د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سياليو ١٨مه لوبه وشوه
د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سياليو ١٨مه لوبه وشوه
د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو ۱۸مه سیالي د بندامير او سپينغر زونونو د لوبډلو ترمنځ د ننګرهار په غازي امانالله خان لوبغالي کې وشوه چې د ۴ ویکټو په توپیر د سپینغر په بریا تمامه شوه.
لومړی سپينغر لوبډلې پچه وګټله او د توپاچونې پرېکړه یې وکړه.
بندامير په لومړۍ پاڼۍ کې ١٤٥ منډې وکړې چې ضياالحق ٤٩، عبدالله عادل ٣١ او محمدسردار ٢٦ منډې وکړې. د سپينغر لوبډلې لهخوا عظمتالله عمرزي ٣، طارق ستانکزي ٢، وفادار مومند، زاهدخان، فطرتالله خاورې او نجيب ترهکي ١-١ ويکټه ترلاسه کړه.
خو په ځواب کې یې سپينغر لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې ٣٠٢ منډې وکړې چې پروېز ملکزي ٨٩، طارق ستانکزي ٤٢، عظمتالله عمرزي ٤٠ او بهيرشاه ٣٨ منډې وکړې.
د بندامير لهخوا عبدالله عادل ٥، شمسالرحمن ٣ او محمد انعام الله ٢ ويکټې ترلاسه کړې.
سپينغر لوبډله په لومړۍ پاڼۍ کې د ١٥٧ منډو په توپیر له مقابلې لوبډلې مخکې شوه، خو په دویمه پاڼۍ کې بیا د بندامير لوبډلې ٣٥٣ منډې وکړې او سپينغر ته يې ١٩٧ منډې هدف کېښود چې سپینغر لوبډلې وکولای شول د ۶ لوبغاړیو په سوځېدو یاد هدف پوره او بریا په خپل نوم کړي.
0 دیدگاه