په بریټانیا کې مېشت افغان سوک وهونکي خپل انګلیس سیال ته ماتې ورکړه
په بریټانیا کې مېشت افغان سوک وهونکي خپل انګلیس سیال ته ماتې ورکړه
د افغان سوک وهونکي سهیل احمد مغلزي او ډایلین ډراپر تر منځ لوبه د لندن په یارک هال کې وشوه.
سهیل احمد پر خپلې فېسبوکپاڼې لیکلي چې په یاده لوبه کې یې خپل سیال په درېیم رونډ کې ناک اوټ کړ.
سهیل احمد هغه افغان مسلکي سوک وهونکی دی چې په ۱۵ سیالیو کې یې ۱۴ پرلهپسې بریاوې خپلې کړې دي.
اوس دغه افغان سوک وهونکی ۳۱ کلن دی او په ماشومتوب کې بریټانیا ته تللی دی.
د یادولو ده چې نوموړی به د ډسمبر میاشتې په ۱۴مه په یوه بله رسمي لوبه کې ډګر ته راووځي.
0 دیدگاه