د سپورټ اوونۍ د واليبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د سپورټ اوونۍ د واليبال سیالۍ پای ته ورسېدې
خراسان پوهنتون له لورې (لوبه د سولي لپاره) تر سرلیک لاندې د پیل شويو لوبو په لړ کې چې د تېري چهارشنبې په ورځ شوي وې د خراسان پوهنتون والیبال لوبډلې غلام حيدر جېلاني لوبډلي ته په ماتي ورکولو سره پای لوبه وګټله.
په دې لوبو کې چې د هېواد په سطحه د والیبال شپږو لوبډلو برخه اخیستي وه چې د خراسان پوهنتون لوبډلې د کابل ښاروالۍ او الحاج نورالرحمان تره خېل لوبډلو ته د ماتې په ورکولو سره او د غلام حيدر جېلاني لوبډلې د کابل ښاروالۍ او جهان سپورت لوبډلو ته د ماتې په ورکولو سره د دې لوبو پايلوبې ته لار پيدا کړه.
پایلوبه چې د خراسان پوهنتون او غلام حيدر جېلاني لوبډلو تر منځ وشوه، خراسان پوهنتون لوبډلې له پنځو ميدانونو څخه د دریو ميدانونو په ګټلو د غلام حيدر جېلاني لوبډلې ته ماتي ورکړه او د سپورت اوونۍ د واليبال لوبو پای لوبه وګټله.
په دې لوبه کې د خراسان پوهنتون لوبډلې لوبغاړي شعيب عمرزي د ښه ميدان نيوني، بلاک او ښه شوټ په وهلو سره تر نورو لوبغاړیو ښه لوبه وکړه.
د يادولو ده چې له ۲۰۰۷ کال وروسته دا لومړی ځل دی چې د هېواد په کچه ختيځ زون د واليبال لوبو اتلوالي خپلوي چې دا وياړ خراسان پوهنتون خپل کړ.
0 دیدگاه