کراټه؛ لطیفې حیدري په اماراتو کې د برونزو مډال وګاټه
کراټه؛ لطیفې حیدري په اماراتو کې د برونزو مډال وګاټه
د افغانستان کراټې لوبغاړې لطیفې حیدري په متحده عربي اماراتو کې د کراټې نړیوالو سیالیو پر مهال خپل هندي او لبناني سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د برونزو مډال وګاټه.
د ګرانډ پاس په نوم د کراټې نړیوالې سیالۍ د اماراتو په شارجې ښار کې د اماراتو په کوربهتوب پیل شوې وې چې حیدري په کې د پنځوس کیلو ګرامه وزن په کټګورۍ لوبغاړیو کې برخه اخېستې وه.
تر دې وړاندې د کراټې بل لوبغاړي قدرت الله عبیدي هم تواندېدلی و چې په دې سیالیو کې خپل سیال ته په ماتې ورکولو سره د سرو زرو مډال تر لاسه کړي.
د افغانستان المپیک ملي کمېټه وايي، دا سیالۍ د نومبر میاشتې په ۱۵ د ۳۲ هېوادونو لوبغاړیو تر منځ پیل شوې وې او درې ورځې یې دوام وکړ.
0 دیدگاه