افغانستان د چین په تکواندو سیالیو کې دویم شو
افغانستان د چین په تکواندو سیالیو کې دویم شو
د فرزاد منصوري چې د چین نړیوالو تکواندو لوبو په سیالیو کې د سپینو زرو مډال په ګټلو سره یې افغانستان ته د دې سیالیو دویم مقام ویاړ په برخه کړ.
د افغانستان ملي المپیک کمېټه وايي، منصوري په دې سیالیو کې خپلو څلورو سیالانو ته چې له چین او نيپال څخه وو، ماته ورکړه او دا مډال یې وګاټه.
له دې کمېټې څخه په خپرو شویو مالوماتو کې وړاندې زیاته شوې، منصوري چې ۶۸ کیلو ګرامه وزرن لري وکولای شول په ډېرې اسانۍ سره خپلو سیالانو ته ماته ورکړي.
په دې سیالیو کې ۱۶ هېوادونو ګډون کړی و او له افغانستانه څلور نارینه او دوه ښځینه لوبغاړې د ګډون په موخه چین ته تللې وې.
0 دیدگاه