کرېکټ؛ افغان لوبډله له وېسټانډيز سره ټېسټ سیالۍ کوي
کرېکټ؛ افغان لوبډله له وېسټانډيز سره ټېسټ سیالۍ کوي
افغان کرېکټ ملي لوبډلې د وېسټانډيز خلاف له شل اوریزو او یو ورځنېو سیالیو وروسته د کرېکټ بورډ غوراوي کمېټې د وېسټانډیز پر وړاندې له درې ورځنۍ تمریناتي لوبې وروسته د یادې لوبډلې پر وړاندې د راتلونکې ټېسټ لوبې لپاره لوبډله اعلان کړه.
په دې ۱۵ کسیزه لوبډله کې سید شېرزاد او حشمت الله شهیدي د ټپ له امله نهدي غوره شوي.
د ویسټ انډیز پر وړاندې یوازېنۍ ټېسټ لوبه د روانې نومبر میاشتې په ۲۷مه نېټه پیليږي چې د ډېسمبر تر لومړۍ نېټې پورې به دوام وکړي.
له دې ټېسټ سیالۍ وړاندې افغان لوبډلې د وېسټانډيز خلاف د شل اوریزو او یو ورځنېو سیالېو لوبلړۍ تر سره کړې چې د یو ورځنېو سیالېو لوبلړ وېسټانډيز او د شل اوریزو سیالېو لوبلړۍ افغان لوبډلې خپل کړې وه.
0 دیدگاه