کرېکټ؛ هند په دویمه لوبه کې بنګلهدېش ته ماته ورکړه
کرېکټ؛ هند په دویمه لوبه کې بنګلهدېش ته ماته ورکړه
هندوستان کرېکټ ملي لوبډلې په دویمه ټېسټ لوبه کې هم بنګلهدېش ته په یو اننګز ماتې ورکړه، په دې لوبه کې بنګلهدېش لوبډله په خپله لومړۍ پاڼۍ توپ وهنه کې په ۱۰۶ منډو اوټ شوه.
هند لوبډلې خپله لومړۍ پاڼۍ توپ وهنه کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۴۷ منډې وکړې او لوبه او بنګلهدېش ته یې دویم ځلي توپ وهنه ورکړه.
بنګلهدېش په خپله دویمه پاڼۍ توپ وهنه کې په ۱۹۵ منډو اوټ شوه لوبه یې هند ته په یو اننګز او ۴۴ منډو وبایلله.
هند ته په دې لوبه کې اشانت شرما داړو پاڼیو توپ اچونه کې ۹ ویکټې واخېستې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو او په توپ وهنه کې ورته لوبډلمشر ویرات کوهلي ۱۳۶ منډې وکړې چې په ټېسټ سیالیو کې د نوموړي ۲۷مه سلیزه وه.
تر دې وړاندې لومړۍ ټېسټ لوبه هم هند لوبډلې په یو اننګز ګټلې وه.
له ټېسټ سیالیو وړاندې د دواړو لوبډلو تر منځ درې شل اوریزې لوبې هم تر سره شوې چې یوه بنګلهدېش او ورستۍ دوه هند وګټلې.
0 دیدگاه