پاکستان د ایمېرجېنګ جام اتلولي وګټله
۴ قوس ۱۳۹۸ 626 0 نظر سرخط

پاکستان د ایمېرجېنګ جام اتلولي وګټله

پاکستان د ایمېرجېنګ جام اتلولي وګټله

د ایمېرجېنګ اسیا جام پایلوبه د پاکستان او بنگله‌دېش تر منځ ترسره شوه چې پاکستان وتوانید د سیالې لوبډلې ته په ۷۷ منډو ماتې ورکولو سره د دغو سیالیو اتلولي وگټي.

پاکستان ټاکل شوو پنځوس اورونو کې خپل شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د روهېل نذیر پیاوړې توپ وهنې او سلیزې په مرسته ۳۰۱ منډې جوړې کړې.

پاکستان لپاره روهېل نذیر په ۱۱۱ توپونو د دولسو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۱۱۳، عمران رفیق په ۸۸ توپونو د څلورو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۶۲ او سعود شکیل په ۴۰ توپونو د یوې څلوریزې او دوو شپږیزو په مرسته ۴۲ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل. بنگله‌دېش لپاره سومن خان ۳، حسن محمود ۲ او مهدي حسن یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې بنگله‌دېش ۴۳٫۳ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۲۴ منډې جوړې کړې او دغې لوبې کې يي د ۷۷ منډو په ستر توپیر ماتې وخوړه.

بنگله‌دېش لپاره عفیف حسین په ۵۳ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۹، نجم الحسین په ۵۳ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۴۶ او مهدي حسن په ۴۵ توپونو د دوو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۴۲ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

پاکستان لپاره محمد حسنین ۳، خوشدل شاه او سیف بدر دوه دوه او سمین گل، احمد بټ او عمر خان یوه یوه وېکېټه واخیسته.

په دې سیالیو کې افغانستان ۴ لوبې تر سره کړې چې دوه لوبو کې يې بريا خپله کړه.

د بنګله‌دېش لوبډله د شل اوریزو سیالیو لپاره هم پاکستان ته نه شي تللی

Dec 29, 2019 29

د بنګله‌دېش کرېکټ بورډ د امنیتي ګواښونو له امله له پاکستان سره شل اوریزو سیالیو ته د شک په سترګه ګوري.

ویرنون پلينډر له نړیوال کرېکټ نه استعفا وکړه

Dec 25, 2019 29

د سوېلي افریقا الرونډر ویرنون پلينډر د نړیوال کرېکټ له هر فارمټ نه خپله استعفا اعلان کړه.

د نبي په لرې کېدو رنګپور رنجرز لومړۍ بریا خپله کړه

Dec 23, 2019 29

رانګپور رنجرز لوبډلې د بنګله‌دېش د کرېکټ غوره لیګ سیالیو په بهیر کې داسې مهال څلور لوبې سر پر سر بایلودې چې محمدنبي یې لوبډلمشري کوله.

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک