کرېکټ؛ له ۱۹ کلنو عمره لوبډله له هندوستان سره لوبه کوي
کرېکټ؛ له ۱۹ کلنو عمره لوبډله له هندوستان سره لوبه کوي
ټاکل شوې له ۱۹ کلنو کم عمره افغان لوبډله د یکشنبې په ورځ سهار ۷:۳۰ بجې د هندوستان لوبډلې پر وړاندې دویمه یو ورځنۍ لوبه وکړي.
له کرېکټ بورډ څخه په خپرو شویو مالوماتو کې زیاته شوې، دا سیالۍ به د هندوستان لکنو ښار د ایکانا په ب لوبغالي کې ترسره شي.
په لومړۍ لوبه کې افغان لوبډلې له هندوستان څخه د ۹ ویکټو په توپیر ماتې وخوړه.
د لوبې په پيلېدو سره د هندوستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړو د لوبې پچه وګټله چې لومړى يې افغان لوبډلې ته د توپوهنې وويل چې افغان لوبغاړو په ۴۷٫۱ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۱ منډې وکړې او سيالې لوبډلې ته د ۱۷۲ منډو هدف وټاکه چې له ډلې يې صديق الله اتل ۳۲، عبدالرحمن رحماني ۳۰ او رحمن الله ځدراڼ ۲۹ منډې وکړې.
سیالې لوبډلې ټاکلی هدف د ۱ لوبغاړي په سوځیدو سره د لوبې په ۲۷٫۴ اور کې پوره کړه او د لوبلړۍ لومړۍ بریا یې په خپل نوم کړه.
0 دیدگاه