د تکواندو لوبغاړي د المپیک سیالیو لپاره چین ته ورسېدل
د تکواندو لوبغاړي د المپیک سیالیو لپاره چین ته ورسېدل
د تکواندو افغان لوبغاړي د ۲۰۲۰ میلادي کال د المپیک په ازادو سیالیو کې د ګډون په موخه چین ته ورسېدل.
د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست وايي، دا سیالۍ د نومبر میاشتې په اوومه نېټه پیلېږي چې د دې میاشتې تر نمې پورې به دوام وکړي.
له دې ریاست څخه په خپرو شویو مالوماتو کې زیاته شوې، په دې سیالیو کې د افغانستان په استازیتوب شپږ لوبغاړي چې دوه یې نجونې دي، ګډون کړی دی.
تر دې وړاندې د کراټې لوبډلې د په ایران کې ګلستان جام نړیوالو سیالیو په لومړي پړاو کې د دوه سرو زرو او یوه سپینو زرو نښانونو په ګټلو سره له ایران او عراق وروسته درېیم مقام خپل کړ.
0 دیدگاه