د سپوږمۍ چينې به پیدا شي؟
د سپوږمۍ چينې به پیدا شي؟
ساینسپوهان له ډېرې مودې په دې لټه کې دي چې څنګه په نورو سیارو کې اوبه پیدا کړي او د امریکا د فضايي څېړنو ادارې یا ناسا هم په دې وروستیو کې هڅې چټکې کړې چې دا خوب رښتیا کړي.
د امریکايي رسنیو د مالوماتو له مخې، ناسا غواړي په ۲۰۲۲ مېلادي کال کې د سپوږمۍ جنوبي قطب ته څېرمه د سړو اوبو موندلو لپاره یو د وایپټیر واستوي.
که د دې ماموریت پر مهال د سپوږمۍ په بله برخه کې اوبه پیدا شوې، ښايي هلته د ژوند کولو لومړنۍ اسانتیاوې برابرې شي، ځکه هلته د اوبو شتون د نویو څېړنو لپاره حیاتي سرچینه بلل کېږي.
تر دې وړاندې د چین د فضايي څېړنو ادارې د سپوږمۍ تیاره برخې ته روبوټ استولی و چې له دې برخې یې ځمکې ته په لومړي ځل تازه انځورونه هم را واستول.
0 دیدگاه