په کابل کې د پهلوانۍ سیالۍ پیل شوې
په کابل کې د پهلوانۍ سیالۍ پیل شوې
په کابل کې د لسو کلپونو تر منځ د پهلوانۍ پنځم پړاو سیالۍ پیل شوې.
د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست له لوري په خپرو شویو مالوماتو کې لیکل شوي، په یادو سیالیو کې له لسو کلپونو ۱۲۰ لوبغاړیو برخه اخیستې چې د درې ورځو لپاره به دوام وکړي.
د دغو سیالیو د پرانېستې په مراسمو کې د بدني روزنې او سپورټ عمومي رییس حفیظالله ولي رحیمي وویل، د دا ډول سیالیو په کولو سره غوره لوبغاړي مالومېږي او په خبره یې، په دې سره ملي ټیم هم پیاوړی کېږي.
یاد ریاست زیاته کړې چې د سیالیو لوبغاړي د وزن له مخې پر شپږو کټګوریو وېشل شوي چې له منځه به یې ۲۴ غوره لوبغاړي د کابل ټیم لپاره وټاکل شي.
0 دیدگاه