په کابل کې د جودو او سوکوهنې سیالۍ پیل شوې
په کابل کې د جودو او سوکوهنې سیالۍ پیل شوې
په کابل کې د ۱۲۵ لوبغاړیو تر منځ د جودو لومړی پړاو سیالۍ پیل شوې.
د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست وايي، دا سیالۍ د شنبې په ورځ د دغه ریاست په ۵۰۰ کسیز جمنازیم کې پیل شوې چې څلور ورځې به دوام وکړي.
له یاد ریاست نه په خپره شوې خبرپاڼه کې زیاته شوې، په دې سیالیو کې د ۱۱ ولایتونو اړوند د بېلابېل وزن لرونکي لوبغاړي برخه اخلي.
سرچینه زیاتوي، په دې سیالیو کې د بغلان، کندوز، تخار، جوزجان، فاریاب، بلخ، هرات، پکتیا، کونړ، فراه او کابل ولایتونو لوبغاړي ګډون کوي چې له ډلې به یې ۴۲ غوره لوبغاړي د ۲۰۲۰ میلادي کال د المپیک لوبو لپاره ټاکل کېږي.
یاد ریاست وړاندې په یوه بله اعلامیه کې د کابل منتخبې لوبډلې لپاره د غوره سوک وهونکیو ټاکنيزو سيالیو د پیل خبر هم ورکړی دی.
د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست وايي، د سوکوهنې په دې سیالیو کې د کابل د ۵۴ کلبونو ۱۴۷ لوبغاړي برخه لري چې په وینا یې، له یادو لوبو نه ۲۰ غوره لوبغاړي به د کابل ټيم ته لار پیدا کړي.
0 دیدگاه