د باولېنګ لوبډله په اسیا اتلولي کې د ګډون لپاره کویټ ته ورسېده
د باولېنګ لوبډله په اسیا اتلولي کې د ګډون لپاره کویټ ته ورسېده
د افغانستان د باولېنګ فدراسیون مسوولان وایي، د باولېنګ ملي لوبډله د اسیا اتلولي په سیالیو کې د ګډون په موخه کویټ ته ورسېده.
په دې لوبډله کې نارینه او ښځينه لوبغاړي شامل دي چې په یادو سیالیو کې به له بېلابېلو هېوادونو سره لوبې وکړي.
د یاد فدراسیون دغه سیالۍ د دوشنبې په ورځ پیل شوې او د روانې اکټوبر میاشتې تر وروستۍ نېټې پورې به دوام وکړي.
سرچینه زیاتوي، په دې سفر کې درې نارینه او دوه ښځینه لوبغاړي شامل دي او ترڅنګ یې دوه نارینه روزونکي، دوه ښځینه روزونکې او یو د لوبډلې مشر پهکې ګډون کړی دی.
په اسیا کې دا لومړی ځل دی چې افغان لوبغاړي د باولېنګ سیالیو لپاره یوه هېواد ته سفر کوي، خو د افغانستان د باولېنګ ملي لوبغاړیو تېر کال په لومړي ځل د باولېنګ په نړیوالو سالیو کې چې د هانګ کانګ په کوربهتوب وشوې، ګډون کړی و.
0 دیدگاه