په تشیال کې د ښځو بل تاریخ
په تشیال کې د ښځو بل تاریخ
څو اوونۍ وړاندې مو تاسې ته مېرمنو لپاره د تشیال ځانګړیو جامو د جوړلو په اړه خبر درکړ چې دوی به په دې جامو سره په تشیال کې ګرځي.
اوس یو شمېر رسنیو ویلي، امریکايي ستورمزلې کریستینا کوچ او جیسیکا ميیر لومړنۍ مېرمنې دي چې د نړیوال فضایي مرکز بهر یې په فضا کې په ګډه قدم وواهه.
ټاکل شوې وه چې دوي دواړه سږ کال په مارچ کې دا کار وکړي، خو د ښځو لپاره د ښځینه جامو نه موجوديت او په اندازې کې د ستونزو له کبله دا کار د ۸ میاشتو په ځنډ وشو.
کوچ او ميیر نړیوال فضایي تمځای ته د لېتیم بټریو بدلولو لپاره تللي وو. کرېسټینا د دې کار مشري کوي او له جیسیکا سره به چې په لومړي ځل فضا ته تللې مرسته کوي.
سره له دې چې دغه نړیوال فضایي تمځای د لمر په وړانګو چلېږي، خو ډېر وخت یې مدار د لمر له وړانګو لرې وي چې له کبله یې ځینو بټریو ته هم اړتیا ېیښیږي.
0 دیدگاه