د زحل شل نوې سپوږمۍ
د زحل شل نوې سپوږمۍ
زموږ ځمکه یوازې یوه سپوږمۍ لري چې خلک یې په ښایست ورته شعرونه او غزلونه لیکي، خو نن درته داسې سیاره در پېژنو چې د سیارو شمېر یې لسګونو ته رسېږي.
ساینسپوهانو زموږ د لمریز نظام په دویمه غټه سیاره زحل «سيټرن» کې شل نوې سپوږمۍ موندلي چې په دې سره د دې سیارې د سپوږمیو شمېر ۸۲ ته ورسېد.
تر دې وړاندې مشتري تر نورو ډېرې ۷۹ سپوږمۍ لرلې، خو په زحل کې د کارنیګي مېلون پوهنتون ساینسپوهانو تر قیادت لاندې نوې موندنو د زحل د سپوږمیو شمېر زیات کړ.
د دې پوهنتون ساینسپوهانو تر دې دمه دې سپوږمیو ته نومونه نه دې ایښي، خو د ډسمبر تر شپږمې نېټې یې ټولو ته په انلاین بڼه فرصت ورکړی چې نومونه ورته غوره کړي.
0 دیدگاه