د سرې سیارې د تودولو هڅې
د سرې سیارې د تودولو هڅې
د ساینس او ټکنالوژي مشهوري کمپنۍ سپېس اکس الان مسک وايي، که د مریخ یا سرې سیارې په مدار کې سترې هیندارې نصب شي، د لمر تودوخه به دې سړې سیارې ته انتقال او هوا یو څه توده شي.
د امریکايي رسنیو د مالوماتو له مخې، الن ماسک وړاندیز کړی چې په دې توګه به مریخ د انسانانو د اوسېدو جوګه شي.
تر دې وړاندې هغه وړاندیز کړی وو چې د مریخ پر قطبونو دې اټومي بمونه وغورځول شي چې دا سیاره توده او ځمکې ته ورته شي، خو دا طرحه یې له انتقادونو سره مخامخ شوه.
ساینسپوهانو خبرداری ورکړ چې له اټومي وسلې کار اخیستل د دې سبب کېږي چې د مریخ په اټوموسیفر کې پنډې وریځې را منځ ته شي او د لمر د وړانګو مخه ونیسي. د دوی په باور د دې کار په نتېجه کې به نه یوازې دا چې د مریخ هوا توده نه شي، بلکې لا به سړه شي.
په اوسنۍ ټکنالوژي چې انسانان یې لري، د مریح هوا بدلېدای نهشي، خو الن ماسک ډېر لېوال دی چې انسانان باید په نورو کُرو کې د ژوند کولو امکان ومومي، د ساینسپوهانو نظریو ته له پام کولو پرته ادعا کوي چې د مریخ د تودولو لپاره ګڼې لارې شته.
0 دیدگاه