موږ ته نږدې خو به بلک هول نه وي؟
موږ ته نږدې خو به بلک هول نه وي؟
څه موده وړاندې مو د یوه ستر تور غار په اړه مالومات درکړل چې ساینسپوهانو یې په لومړي ځل انځور اخیستی و.
خو نن زموږ د لمریز نظام د تور غار یا بلک هول په اړه مالومات درکوو چې ایا زموږ دا نظام چې له سیارو ډک دی، تور غار هم لري او که نه؟
د ستورپېژندنې امریکايي او بریټانوي ماهران وايي، ښايي زموږ د لمریز نظام شاوخوا ته نږدې کومه ستره سیاره نه وي، خو د دې امکان شته چې کوم کوچنی تور غار وي او په وینا یې هغه هم دومره پخوانی چې د کايناتو په لومړیو کې پیدا شوی وي.
دا ګمان اوس یوازې د یوه ټليسکوپ په وسیله شوی دی، خو لا هم مالومه نه ده چې زموږ لمریز نظام شاوخوا کوم تور غار شته که نه، ځکه تر څو چې د شمسي نظام شاوخوا د ګیما شعاوو څېړنه نه وي بشپړه شوې، تر هغه له مخه اټکل کول تر وخت وړاندې خبره ده.
0 دیدگاه