د سپوږمۍ نوي انځورونه
د سپوږمۍ نوي انځورونه
څو میاشتې وړاندې به مو له ځمکې سپوږمۍ ته د چین د خلايي بېړۍ د ورتګ په اړه اورېدلي وي چې د تیارې برخې په اړه څېړنې وکړي.
خو تازه د چین خلايي بېړۍ «یوټو دوم لیونر لېنډر» د سپوږمۍ له رڼا مخه د یوې برخې داسې انځورونه خپاره کړي چې خاوره یې له نور ځای سره بېخي توپیر لري.
د چین فضايي څېړنو مرکز تېره میاشت په دې اړه یوازې خبر ورکړی و، خو اوس یې تازه انځورنه خپاره کړي او زیاتوي، د دې سیمې خاوره اسماني رنګ لري.
په خپورو شویو انځورونو کې یوه ژوره سیمه ښکاري، خو چینايي ستورمزلي وايي، د ډېر کنډ او کپر ځای له کبله نهشې کولای خپله خلايي بېړۍ د دې سیمې ژورو ته کته کړي، ځکه د غورځېدو او اوښتو امکان لري.
ځینې ماهران ګومان کوي چې په سپوږمۍ کې دا ژوره کنده ښايي د یو بل کاڼي د ټکر له کبله پیدا شوي وي، خو زیاتوي په دې اړه به نورې څېړنې هم وکړي.
0 دیدگاه