نور له توپانه مه وېرېږئ
نور له توپانه مه وېرېږئ
مصنوعي ځیرکتیا په روغتیا، سپورټ، سوداګري او نورو برخو کې دومره بدلونونه را وستلي چې ځینې وخت د حیرانتیا وړ هم وګرځي، خو اوس دې ځیرکتیا په سمندرونو کې د طبیعي توپانونو په اړه هم د اټکلونو لګول پیل کړل.
د «ایل نینو» په نوم عمل داسې عمل دی چې د هغې په وسیله د بحرالکاهل اوبه تودېږي او ختیځ لوري ته حرکت کوي چې په دې سره له یوې خوا په امریکا کې سمندري توپانونه زیاتېږي او له بلې خوا په اندونیزیا او فېلپین کې د بارانونو کمی پیدا کېږي.
په همدې ترتیب دا عمل کله یو کال ډېر زیات بارانونه ورېږي او یو داسې وچ وي چې هيڅ باران پکې نه کېږي، خو اوس په جنوبي کوریا کې د کونم ملي پوهنتون پروفیسور یو ګوین او د هغه ملګرو د مصنوعي ځیرکتیا داسې سيسټم جوړ کړی دی د ایل نینو په اړه یو کال وړاندې اټکل کولای شي.
په دې اټکل مالومولو سره انسان کولای شي، د زیات مالي او سر زیان د خوندي کولو لپاره له وړاندې چمتوالی ونیسي.
0 دیدگاه