د تکواندو لوبډله د ايټياف لوبو لپاره بلغارستان ته رسېدلې
د تکواندو لوبډله د ايټياف لوبو لپاره بلغارستان ته رسېدلې
د تکواندو ملي لوبډله په ايټياف نړیوالو سیالیو کې د ګډون په موخه بلغارستان هېواد ته رسېدلې ده.
دا د یادو سیالیو ۲۱م پړاو دی او ټاکل شوې دا سیالۍ د دوشنبې په ورځ پېل او له پنځو ورځو دوام وروسته د راتلونکې پنجشنبې په ورځ پای ته ورسېږي.
په یادو سیالیو کې به له افغانستانه درې لوبغاړي په بېلابېلو وزني کټګوریو کې لوبې وکړي.
افغانستان د ايټياف تکواندو د نړیوالو سیالیو په تېرو پړاوونو کې چې په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۵ کلونو کې یې پهکې برخه اخیستې وه، تر اوسه یې یوازې یو د سپینو زرو مډال ګټلی دی.
0 دیدگاه