په مریخ کې د ژوند کولو هڅې
په مریخ کې د ژوند کولو هڅې
تر دې دمه د ساینسپوهانو تمه دومره نهشته چې مریخ یا سره سیاره کې به ژوند ممکن شي او که نه، ځکه هلته د لمر وړاندې نېغ په نېغه لګېږي چې هوا ډېره تودوي او د شپې له خوا د مریخ سطحه ډېره سړه وي.
خو اوس په امریکا کې د هارورډ پوهنتون ستورپوهان وايي، د سلیکا ایروجیل په نوم د لمر وړاندګو ضد داسې څیز جوړ کړی چې په مرسته به یې په مریخ کې ژوند کول ممکن شي.
دا لباس داسې ځانګړنه لري چې د لمر تېزې وړانګې کنټرولوي، خو دا نوره عادي رڼا داخل ته پرېږدي او اوبه هم په نورمال حالت کې ساتي.
د هارورډ پوهنتون ماهران وايي، که څه هم اوس مهال د اوسېدو لپاره د ټول مریخ امکان نهشته، خو زیاتوي، د دې څېز په جوړولو سره ښايي د دې سیارې ځینې سیمې مېشت وړې شي.
په دې سیاره کې اوس مهال د اوبو څرک نه ليدل کېږي، خو ډېر ګومان شته چې قطبونو کې یې کنګل شوې اوبه موجودي وي.
د دې لباس په جوړېدو سره به د ګرمۍ لوړه درجه پنځوسو ته را کته شي او ټیټه درجه لسو درجو ته لوړه شي چې بیا به هم د ژوند کولو امکان په کې وي، ځکه د مریخ اصلي هوا له دې ډېره بدله ده.
0 دیدگاه