مريخ ته به نور داسې ځئ
مريخ ته به نور داسې ځئ
د امریکا د فضايي څېړنو نړیواله اداره یا ناسا وايي، په نوي ماموریت کې به سپوږمۍ ته د ساینس وروستۍ ټکنالوژي سامان او توکي واستوي.
د ناسا کمپنۍ له درې سوداګریزو کمپنیو سره تړونونه لاسلیک کړي او په همدې اړه یې تفصيلات هم خپاره کړي چې په وینا یې دوی به سپوږمۍ ته نوی ماموریت په ۲۰۲۴ مېلادي کال کې پیل کړي.
د لوېدیځو رسنیو د مالوماتو له مخې، د ټکنالوژي په دې توکیو کې د سپوږمۍ پر سطحې د ریډي ایشن مالومولو، د سپوږمۍ پر مخ د ناستې وروستۍ ټکنالوژي ازموینې او نورو تجربو توکي شامل دي.
ناسا دې ماموریت ته ارتیمس پروژې نوم ورکړی او د دې ماموریت د بریا لپاره اربټ بیونډ اف ایډیسن کمپنۍ ۹۷ مېلیونه، د ایسټروبوټک کمپنۍ ۷۹٫۵ ميلیونه او انټیوټوومشین اف هیوسټن ۷۷ ميلیونه امریکايي ډالره مرسته کړې ده.
په دې ماموریت کې به انسانان له ۲۰۲۴ تر ۲۰۲۸ مېلادي کال پورې په سپوږمۍ کې پاتې شي چې دا تر ټولو لوی او اوږد مهاله ماموریت بلل کېږي او په دې ماموریت سره مریخ ته د تګ لاره هم هوارېږي.
0 دیدگاه