په مریخ کې د ژوند امکان ډېرېږي
په مریخ کې د ژوند امکان ډېرېږي
له سرخط ورځپاڼې به مو د کایناتو په تېره بیا د مریخ چې سره سیاره یې هم بولي، ډېر څه اورېدلي وي، خو نن درته د دې سیارې په اړه تازه مالومات درکوو.
تر دې مهاله ناممکنه ده چې په مریخ کې ژوند کول پیل شي، ځکه هلته د لمر وړانګې مستقیماً د دې سیارې پر سطحې لګېږي او د شپې له خوا هوا هم په غیر معمولي ډول سړه وي.
خو اوس د هارورډ پوهنتون ساینسپوهانو هڅې ګړندۍ کړې چې په دې سیاره کې د ژوند کولو شونتیا لا ډېره کړي او د همدې لپاره یې د یو ډول ځانګړي لباس جوړول پیل کړي دي.
دوی هڅه کوي چې د سلیکا اییروجیل په نوم لباس چې په جوړولو سره یې د حرارت درجه داسې کنټرول کړي چې د ورځې له خوا وړانګې پکې کمې او د شپې له خوا د ډېر سوړ چاپېریال مخه ونیسي.
دا ساینسپوهان په دې اند دي چې که څه هم د انساني ژوند لپاره د ټول مریخ بدلول اوس مهال لرې خبره ده، خو د سلیکا اییرجیل په مرسته به ځینې سیمي د میشتېدو وړ وګرځوي.
که څه هم ویل کېږي دا سیاره اوس مهال وچه او بېاوبو ده، خو ډېر ګمان داسې دی چې د برفیلي قطبونو لورې ته یې کنګل شوې اوبه موجودې وي.
ساینسپوهانو د همدې تجربي لپاره د مریخ په ډول یو ځانګړی ځای جوړ کړی او د سلیکا اییروجیل دوه یا درې سانټي مټره پنډ لباس یې پکې و ازمایه چې د لباس په منځ کې د حرارت لوړه درجه ۵۰ اټکل شوې وه.
په همدې ترتیب د مریخ ټیټه درجه منفي لس اټکل شوې ده او بیا هم نسبتاً د میشتېدو وړ ده، خو ماهرانو په دې سیاره کې د ژوند شونتیا لپاره د لا زیاتو څېړونو مشوره ورکړې ده.
0 دیدگاه