ناسا مریخ ۲۴ ساعته په ژوندۍ بڼه ښيي
ناسا مریخ ۲۴ ساعته په ژوندۍ بڼه ښيي
د امریکا فضايي څېړنو اداره یا ناسا پر یوه داسې تاریخي ماموریت کار کوي چې په نوې تجربې سره مریخ یا سره سیاره ۲۴ ساعته په ژوندۍ بڼه وښيي.
د جیټ پروپلشن لابراټوار انجینیرانو او ساینسپوهانو د یوه نوي خلايي بېړۍ په جوړولو کار پیل کړی دی چې په کې به یوه غټه کمره لګول شوې وي.
د رسنیو د مالوماتو له مخې، په دې روباټيک ماموریت کې یوه هلي کاپټر ډوله وسېله هم شامله ده چې کمره له یوه ځایه به ځای ته انتقال کړ، خو دا وسایل به په ۲۰۲۰مېلادې کال کې د اټلس پنځم راکټ په وسېله دې سیارې ته استول کېږي.
د دې وسیلې وزن ټولټال ۱۰۰۰ کیلو ګرامه اټکل شوی او په دې موخه استول کېږي چې په دې دا مالومه کړي چې هلته د ژوند کولو امکانات څومره برابر دي.
0 دیدگاه