په کندز کې د خټکیو او هندواڼو حاصلات ۱۵ سلنه لوړ شوي
د کندز د سوداګرۍ خونې ویاند مسعود وحدت وايي، سږ کال په کندز ولایت کې د خټکیو او هندواڼو تولیدات د تېر کال په پرتله ۱۵ فیصده لوړ شوي دي.
وحدت زیاتوي، د خټکیو او هندواڼو حاصلات لوړ شوي؛ خو د مناسب بازار نشتون هغه اندېښنه ده، چې بزګران یې خپلو تولیداتو ته ناهیلي کړي دي.
د وحدت په خبره، د طبعي امراضو اغېز هغه ټکي دي چې د دې ولایت خټکي یې په سلو کې اتیا فیصده له خرابېدو سره مخ کړي او بزګران په دې برخه کې جدي اندېښنه لري.
په کندز کې د خټکیو او هندواڼو د تولیداتو د حاصل د زیاتېدو خبره داسې مهال مطرح کېږي چې د افغانستان د کرنې وزارت وايي، سږ کال د هېواد په اکثره ولایتونو کې د زیاتو ورښتنو له امله د کرنیزو محصولاتو ګراف لوړ دی.
0 دیدگاه