په تېرو ۲۴ ساعتونو کې امریکا کې ۲۹ کسان وژل شوي
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې امریکا کې د دوو پېښو له امله ۲۴ تنه وژل شوي او ۲۶ نور یې ټپیان کړي دي.
لومړۍ پېښه د امریکا د تکزاس ایالت په یوه مارکېټ کې شوې، چې یوه ځوان په ډزو ۲۰ تنه وژلي نور یې ټپیان کړي دي.
نن یکشنبه ۹ تنه په ډزو ووژل شول.
د دوهمه ورته پېښه د امریکا په اوهایو کې شوې، چې ۹ تنه پکې وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان دي.
د اوهایو په (ډې ټان) کې پولیسو په خپله ټوېټرپاڼه کې ویلي چې مشکوک حمله کوونکی وژل شوی او ۱۶ تنه نور په دې پېښه کې ژوبل شوي دي.
په اوهایو کې دا پېښه څو ساعته وروسته له دې وشوه چې یوه ځوان د تکزاس ایالت د ایل پاسو ښار په یوه لوی پلورنځي کې د خلکو پر ګڼې ګوڼې حمله وکړه.
#sarkhat
0 دیدگاه