د امریکا په تکزاس ایالت کې یوه کس ۲۰ تنه وژلي
د امریکا د تکزاس ایالت چارواکي وايي، د امریکا د تکزاس ایالت د ایل پاسو ښار په یوه سوداګریز مرکز "شاپېنګ مال" کې یوه وسلهوال کس پر خلکو ډزې کړي چې شل کسان یې وژلي او ۲۶ نور یې ټپیان کړي دي.
د نړۍوالو راپورونو له مخې، د تکزاس چارواکو پرون یو ۲۱ کلن کس چې د تکزاس اوسېدونکی دی، د والمارټ په نوم له ګڼې ګوڼې په یوه ډک پلورنځي کې پر خلکو د ډزو په تور نیولی دی.
چارواکو د ډزو صحنه بوږنوونکې بللې ده.
د ایل پاسو د پولیسو مشر ګریک الین وايي، یو لیک یې موندلی چې پکې د کډوالو ضد څرګندونې شوي او ګومان کېږي چې مشکوک کس انلاین خپور کړی دی.
د معلوماتو له مخې، د ایل پاسو ښار ۶۸۰ زره وګړي لري چې د تکزاس ایالت په لوېدیځ کې د مکسیکو پر پوله پروت دی او د هسپانوي ژبو امریکایانو یو لوی شمېر په دې ښار کې ژوند کوي.
د مکسیکو ولسمشر ویلي، د دې هېواد درې وګړي په دې برید کې ټپیان شوي دي.
0 دیدگاه