امریکا او شمالي کوریا د اټومي پروګرام په اړه بیا خبرې پیلوي
امریکا او شمالي کوریا د اټومي پروګرام په اړه بیا خبرې پیلوي
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي، له شمالي کوریا سره به د اټومي پروګرام د بندولو په اړه یو ځل بیا خبرې پیل کړي.
که څه هم نوموړي د دغو خبرو د کره نېټې او ځای په اړه څه نهدي ویلي، خو امریکايي رسنیو د پمپیو په حواله زیاته کړې، په دې پړاو کې د نوښت هڅه کوي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون تېره میاشت په کتنه کې چې د دواړو کوریاوو تر منځ په ناپوځي سیمه کې وشوه، سلا وکړه چې دا خبرې دې له سره پیل شي.
دواړو مشرانو د ویتنام د پلازمېنې هنويي تر څنګ، پروسږ کال په سنګاپور کې پر دې موضوع لومړی ځل خبرې وکړې، خو تر اوسه پورې پهدې برخه کې لږ پرمختګ شوی دی.
0 دیدگاه