امریکا په هرمز تنګي کې ایرانۍ بېپیلوټه الوتکه ویشتې
امریکا په هرمز تنګي کې ایرانۍ بېپیلوټه الوتکه ویشتې
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د امریکا سمندري جنګي بېړۍ په خلیج کې د ایران یوه پوځي بېپيلوټه الوتکه ویشتې ده.
ټرمپ وايي، د یواېساېس بوکسر جنګي بېړۍ له هغه وروسته دفاعي اجرات وکړل چې یوه ایرانۍ بېپیلوټه الوتکه بېړۍ ته ۹۱۴ متره نږدې شوه.
د ټرمپ په وينا، په هرمز تنگي کې د ايرانۍ بېپيلوټه الوتکې د نسکورولو اقدام دفاعي و. نوموړي همداراز پر نورو هېوادونو غږ وکړ چې په راتلونکي کې له هرمز تنگي د خپلو تېرېدونکیو بېړيو خونديتابه لپاره له امريکا سره کار وکړي.
ایراني چارواکیو تر اوسه د یادې الوتکې د ویجاړېدو په اړه مالومات نهدي ورکړي.
په هرمز تنگي کې د ايرانۍ بېپيلوټې الوتکې د نسکورېدو خبر داسې مهال مخې ته راځي چې په سيمه کې ترينگلتيا وار له مخه ډېره ده.
ايران تېره مياشت يو امريکايى ډرون چې په وينا يې د ايران هوايي حريم ته ننوتى و نسکور کړ، خو امريکايي چارواکیو وويل چې دغه امريکايي بېپيلوټه وسيله په نړيوالو اوبو کې وه.
0 دیدگاه