ایران او پاکستان په جبر د کډوالو له ستنولو لاس اخیستی
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ستنولو بهیر بند شوی دی.
د دې وزارت ویاند سید عبدالباسط انصاري ویلي، د ایران، پاکستان، افغانستان او ملګرو ملتونو د پرېکړې پر اساس، ایران او پاکستان په جبر د افغان کډوالو له ستنولو لاس اخیستی دی.
د ده په وینا، د جون د میاشتې له اتلسمې، نولسمې او شلمې راهیسې له ایران او پاکستانه هېڅ افغان کډوال په جبري ډول نه دی ایستل شوی.
د افغانستان حکومت وايي، یو اعشاریه څلور میلیون افغانان په پاکستان او لږترلږه درې میلیونه افغانان په ایران کې اوسېږي.
0 دیدگاه